ټولنه

په بلخ کې څه دپاسه ٧٥ زره ميوه لرونکي او ډولي نيالګي ايښودل کيږي

مزارشريف باختردکب دمياشتې٢٧ نيټه :
دبلخ په مرکز او ولسواليو کې څه دپاسه ٧٥ زره ميوه لرونکي او ډولي نيالګي ايښودل کيږي.
د بلخ  ولايت د کرنې  او مالدارۍ رياست مرستيال ذبيح الله ذوبين  باختر آژانس ته وويل ؛ د دولتي بنسټونو په  همکارۍ اود بلخ ولايت د ښاريانو په ملاتړ په نوي کال کې څه دپاسه ٧٥ زره ميوه لرونکي او ډولي نيالګي دبلخ ولايت  په ښار او ولسواليو  کې  ايښودل کيږي.
دغه راز  دبلخ ولايت ښاريانو د بلخ د کرنې او مالدارۍ رياست  له دغه اقدام څخه په مننني سره وايي ؛ ښاريان بايد  دسمسورتيا، چاپيريال ساتنې او د نيالګيو دايښودلو په برخو کې  له دولتي بنسټونوسره مرسته وکړي .
پاى   ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته