نړۍ

ازبکستان عمومي بخښنه اعلام کړه

دوشنبه باختر دليندي دوه ويشتمه :
  د ازبکستان دسنامجلس د دغه هيواد د اساسي قانون د يو ويشتمې کاليزې په مناسبت عمومي بخښنه اعلام کړه.
د ازبکستان د سنامجلس د قانون جوړولو او د قضايي اوحقوقي مسئلو دکميټې رييس دپارلمان په ديارلسمه غونډه کې د وينا په ترڅ کې ددغه قانون په باب ويې ويل: د ازبکستان جمهور رييس اسلام کريموف د عمومي بخښنې د اعلام په باب دسنامجلس ته يو ليک ليږلى دى چې سناهم د جمهوري رياست په وړانديز د عمومي بخښنې په باب يو قانون  تصويب کړي .
سوتلانا آرتيق اوا زياته کړه چې ددغه قانون له مخې: ښځې له اتلسوکلونو څخه کم محکوميت لرونکى بنديان، له شپيته کلنى څخه پورته هيوادوال او د بهرنيو هيوادونواتباع به په عمومي بخښنه کې شامل شي .
  ده زياته کړه: ددغه قانون له مخې هغه معلول اومعيوب بنديان او هغه کسان چې دبې احتياطى له امله اويوځل په جنايت مرتکب او په بندمحکوم شوي دي؛ هم بخښل کيږي .
د سنا د قانون د جوړولو او د قضايي او حقوقي مسئلو دکميټې رييس څرګنده کړه: په ابدي بند محکومين ، سابقه لرونکي مجرمين او هغه کسان به په عمومي بخښنه کې شامل نه شي چې د بنسټ پالڼې په ديني سازمانونوکې غړيتوب لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته