کابل/باختر/ د زمري ١٧مه
د وسله والو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان په لغمان کې د پوځيانو په بريد کې ووژل شو.
د پوځيانو په بريد کې يوبل ډار اچوونکى هم وژل شوى او يو يرغلګر نيول شوى دى.
د سيلاب قول اردو وياند محمد هارون يوسفزي باختراژانس ته وويل چې په بريد کې د وسله والو طالبانو د ډلې يو سيمه ييز قوماندان له خپل يو ملګري سره وژل شوي او يو يرغلګر نيول شوى دى.
هغه وويل، چې پر دغو ډار اچوونکو د مهترلام ښار په ختيځ کې د ډار اچوونکو فعاليتونو د ترسره کولو پر مهال بريد شوى دى.
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ