کابل / باختر/ د وږي٧ مه
وسله والو طالبانو نن له غرمې مخکې په بغلان کې په نفتي توکو بار يوه ټانکر ته اور واچاوه.
د بغلان يوه امنيتي مسوول د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې وسله والو طالبانو د نفتي توکو دغه ټانکر ته د پلخمري ښار دخواجه الوان دښتې په مربوطاتوکې اور واچاوه .
هغه زياته کړه چې ساحې ته د امنيتي منسوبينو په رسېدو سره د ټانکر چلوونکى وژغورل شو او طالبان له سيمې څخه وتښتېدل.
ختم- ف – اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ