امنیت

درې تنه طالبان په قندهار کې ووژل شول .

کابل باختر دلړم يو ويشتمه :
په قندهار ولايت کې تيره شپه دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې درې تنه  وسله وال طالبان ووژل شول  او درې تنه  نور يې  ټپيان شول .
د ٢٠٥ اتل قول اردو مطبوعاتي مسوول دګرمن محمد محسن سلطاني  دباختراژانس خبريال ته وويل  دغه عمليات   دملي اردو دځواکونو له خوا  دقندهار ولايت دميوند او خاکريز دولسواليو په مربوطاتو کې  ترسره شول  چې له امله يې  درې تنه  وسله وال طالبان  ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول .
ديوه اړونده خبرځاى  دڅرګندونوله مخې ددغو عملياتو په بهير کې  دطالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم دملي اردو  دځواکونو لاس ته ورغلي دي .
  ددغو عملياتو په بهير کې  امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته