امنیت

اووه تنه وسله وال طالبان په ننګرهارکې ونيول شول

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٩
اووه تنه وسله وال طالبان چې د تروريستي عملونو د ترسره کولو لپاره ننګرهار ته استول شوي وو؛ د پوليسو له خوا ونيول شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: اووه تنه وسله والو طالبان چې غوښتل يې د ننګرهار ولايت د لعل پورى ولسوالۍ په مربوطاتو کې تروريستي او ورانکار فعاليتونه ترسره کړي؛ د ملي پوليسو د منسوبينو د ځانګړو چاڼيزو عملياتو په بهير کې ونيول شول.
نيول شويو کسانو، د وسلو او مهماتو د بشبړولو، ويشلو، د ماينونو د جوړولو او په امنيتي ځواکونو د بريد مسوليت په غاړه درلود. له د دې څخه پنځه کلاشينکوفونه او يو موټر هم ترلاسه شوي دي .
ديادونې وړ ده چې څو ورځې مخکې هم د دوو ښځو په ګډون پنځه تنه پاکستاني اتباع په همدې ولايت کې له يوې اندازې مهماتو او چاوديدونکو توکو سره ونيول شول.
ديوبل خبرله مخې: پوليسو د وسايطو ضد دوه ماينونه چې نوى د وسله والو مخالفينو له خوا د خوست او د ننګرهار د ولايتونو په مربوطاتوکې ښخ کړى شوي و؛ کشف او شنډ کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته