امنیت

پنځه ديرش تنه سيمه ييزپوليسان فارغ شول

کابل_باختر د لړم د مياشتې ٨ مه:
د میدان وردګو ولایت د ملي پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۳۵ تنه سیمه يیزو پولیسو په بېلابېلو مسلکي برخو کې خپل د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
دکورنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په هغې غونډه کې چې په همدې موخه د میدان وردګو ولایت د ملي پولیسو په روزنیز مرکز کې جوړه شوې وه؛ لومړی د روزنیر مرکز قوماندان سمونوال جلال الدین رګبار په خپلو خبرو کې ټولو فارغ شو سیمه يیزو پولیسو ته مبارکي وویله زیاته یې کړه: ډېر خوښ یم چې نن تاسو د خپلو مسلکي زده کړو له بشپړیدو ورسته د فراغت سندونه ترلاسه کوﺉ. مګر له تاسو څخه مو هیله دا ده چې پرته له کوم قومي، ژبني او مذهبي تعصب څخه خپلې درنې او له مسولیته ډکې دندې په پوره مېړانه او افغانى غرور سره ترسره کړﺉ.
وروسته یو تن فارغ شوي سیمه ایزپولیس د نورو په استازیتوب خبرې وکړې ویې ویل هر هغه څه چې مو په دغه روزنیز مرکز کې زده کړي د دندو په ترسره کولوکې به ورڅخه استفاده وکړو.
په پای کې په فارغانو د روزنیز مرکز د قوماندان او یو شمېر استادانوله له خوا د فراغت سندونه وویشل شول.
د یادونې وړ ده چې د میدان وردګو ولایت د پولیسو له روزنیز مرکز څخه تر اوسه پورې ۱۰ زره ۷۰۰ تنه پوليسانو په بېلابېلوبرخوکې مسلکي زده کړې کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته