نړۍ

په سوريې بريد په سيمه کې به اور ولګيږي.

مسکو د روسيې  غږ باختر دوږې دمياشتې ٨
د اروپا  په اتحاديه کې دروسيې استازې ويلي دي چې په سوريې باندې  دبريد په پيل سره  سيمه  به  د اور په لمبو کې  ډوبه شي.
د ده دڅرګندونو له مخې ،  په سوريې باندې  پوځي بريد به  په  سيمه او ګاونديو هيوادونو کې سياسي تعادل له منځه يوسي او د سيمې ټول هيواودونه  به  په اوږد مهالې جګړې  را ښکيل کړى.
دى باورلري دسوريي پاتيخت ته  څيرمه دکيمياوي وسلوداستعمال په باب دملګرو ملتو سازمان دکتوونکو د رپوټ له  ترلاسه کولو مخکې هر راز  ژر تصميم به منفي پايلې  ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته