ورزش

د فوټبال د شاهين آسمايي ټيم په آسيايي سياليوکې ګډون کوي

کابل –  باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٠
د فوټبال د (روشن افغانستان) د غوره ليګ د پنځمې دورې د سياليو اتل شاهين آسمايي ټيم د آسيا د فوټبال په سياليو کې ګډون کوي.
د هېواد د فوټبال فدراسيون د خپرونو غړي شمس اميني باختر آژانس ته وويل : دغه ټيم د آسيا د فوټبال د کنفرانسون يا (اې اف سي) په سياليوکې ګډون کوي.
د اميني دڅرګندونو له مخې: په دغو سياليوکې د آسيايي هېوادونو د کلپونو اتل ټيمونه ګډون کوي.
اميني زياته کړه: ټاکل شوې ده د فوټبال د شاهين آسمايي ټيم د تاجکستان د فوټبال له ټيم سره د تګ راتګ لوبه وکړي .
د يادونې وړ ده چې دغه سيالۍ د ٢٠١٧م کال د جنوري د مياشتې په ١٣ نيټه پيليږي او د فبروري د مياشتې تر اوومې نيټې پورې به دوام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته