نړۍ

امريکا دتروريزم پرخلاف خپله همکاري اعلام کړه .

واشنګتن   باختر د ثور اوولسمه

  دامريکا متحده ايالات غواړي اسلام اباد دتروريزم ضد په مسئله کې دهمکاري په روحيه شامل کړي .

   دامريکا دبهرنيو چارو وزارت دغه څرګندونې  په پاکستان کې  دمشکوکو مليشو  پرخلاف دامريکا دبي پيلوټه الوتکو دبريدونو پرسر ددواړو  هيوادونو داختلا فونو  په بهير کې  کړي دي .

 دامريکا دبهرنيو چارو وزارت دويندوى مرستيال مارک تونر وويل موږ هلې ځلې کووچې دپاکستان له دولت سره ددغه هيواد دپارلمان له نويو نظريو وروسته دتروريزم  پرخلاف  مبارزه کې ددغه هيواد له حکومت  سره يوځاى شو .

 ده ديوې  پوښتنې په ځواب کې وويل، کله چې  خبره له تروريزم سره دمبارزې په باب وي  په ډاډمنه  توګه  دهغوى يعني دپاکستان دملي اسامبلي دوکيلانو نظريې اورو او خپلې نظريې له هغوى سره شريکوو .  ده زياته کړه په ځينو دوه اړخيزو مسئلو کې دګډو زمينو د موندلو په اړوند ددواړو لورو ترمنځ دتيري اوونۍ له ناکامو خبرو وروسته  دراتلونکو خبرو لپاره نوى نيټه نه ده ټاکل شوى .

 دپاکستان پارلمان پرون ډير ژر دبي پيلوټه الوتکو دبريدونو دبندولو غوښتنه وکړه  او دپاکستان دبهرنيو چارو وزارت دشمالي وزيرستان  په قبايلي  سيمې له پرونيو  بريدونو وروسته چې لس تنه پکې ووژل شول خبر داري ورکړ چې دبي پيلوټه الوتکو  بريدونه په  معکوس  نتيجي ولري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته