اقتصاد

مالیې وزیر د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د آسیا پراختیایې بانک له مرستیال سره وکتل

کابل باختر دتلي ديارلسمه :
دمالیې وزیر اکلیل حکیمي نن د بروکسل کنفرانس په څنډه کې د آسیا پراختیایې بانک له مرستیال ښاغلي وینچای زنګ سره په بروکسل کې وکتل.
باختر اژانس ته په رارسيدلي خبر کې ويل شوىدى .
دواړو خواو په دې لیدنه کې د انکشافي پروژو په ځانګړې توګه ټاپي او کاسا زر پروژې، د خصوصي سکټور او عامه مشارکت په برخو کې همکاري، د افغانانو ګومارنه په دې بانک په مرکز کې او ځینو مسایلو باندې یې د نظرونو تبادله وکړه.
د آسیا پراختیایې بانک مرستیال له خپله اړخه له افغانستان سره د اوږد مهاله مرستو او دوامداره همکاريو ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته