اقتصاد

تبصره

کابل باختردليندۍ دمياشتې ٢٣ :
د ټاپي پروژې د کار پيل د سيمه ييزو همکاريو لپاره د ژمنې يوه بيلګه او د سيمې د هېوادونو د اقتصادي ستونزو د کمښت لپاره يو ښه خبر دى.
د باختر آژانس مبصر ليکي:
د ترکمنستان، افغانستان، هندوستان او د پاکستان د هېوادونو مشرانو پرون    د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ترکمنستان د ګازو د ليږدونې يا د ټاپي دپروژې د بنسټ ډبره کيښوده .
د دغې پروژې د کار پيل له سيمه ييزې همکارۍ او همغږۍ سره د دغو څلورو هېوادونو د ژمنې بيلګه ده.
سره له دې چې په دې پروژه کې درې شامل هېوادونه خپلې ټاکلې او مشخصې   ستونزې لري او د دغو ستونزو شتون ټاپي د پروژې د کار پيل تر يوې اندازې پورې وځنډاوه. خو د هغې د عملي کار پيل وښودله چې دغه هېوادونه  له ناندرو اوله سياسي ډلبنديو پرته د سترو اقتصادي پروژو د عملي کولو لپاره ليوال دي او اقتصادي وده  له سياسي سليقو او له خپلمنځي اختلافونو څخه  غوره بولي.
د ټاپي په پروژه کې د افغانستان ونډه څرګنده او اساسي ده او دا ټکى يې ثابت کړ چې دغه هېواد د سيمې د پيوستون  عامل دى، نو د سيمې هېوادونو په تېره بيا  پاکستان ته لازمه ده چې افغانستان ته د هغه د اقتصادي  ستراتيژيکي موقعيت له دريڅې څخه وګوري او دا ومني چې د دغه هېواد ترڅنګ دريدل به سيمه ييزه  سمسورتيا له ځان سره ولري.
سره له دې چې دټاپي دپروژې کار اوس خپل عملي بهير پيل کړى دى خو د هغې په وړاندې ځينې پوښتنې شته چې بايد ځواب ترلاسه کړي.
دغه پروژه له پيل څخه تر پاى پورې يو اوږد ترانزيتي تګلورى وهي. افغانستان اوپاکستان د دغې پروژې ترانزيتي تګلورى دى.
دغه دواړه هېوادونه له سخت تروريستي ګواښ سره مخامخ دي. په پاکستان کې داسې کړۍ شته چې هلې ځلې کوي په افغانستان کې له اوسني حالت څخه ګټه واخلي او په دې ترتيب په ټاپي پروژه کې خپله ونډه مهمه او اغيزمنه وښيي.
په دې وروستيو وختوکې د پاکستان د دفاع وزير خواجه آصف ويلي دي چې ګنې  اسلام آباد د دغې پروژې د ساتنې په موخه په طالبانو له خپل نفوذ څخه کار اخلي. د پاکستان د دفاع د وزير دغه څرګندونې چې په عين حال کې ددغه هېواد د اوبو او بريښنا وزارت مسووليت هم په غاړه لري، دوه مسئلې په ډاګه کوي: لومړۍ دا چې ثابتوي چې اسلام آباد په طالبانو واکمني لري او له هغو څخه په خاصو مواردو کې استفاده کوي. بله  دا چې طالبان د افغانستان په سياسي ډګر کې د يومطرح ځواک په توګه معرفي کيږي.
په داسې حال کې چې د پاکستان صدراعظم نوازشريف په اسلام آبادکې د افغانستان د اسلامي جمهوريت له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره په کتنه کې يوازې د افغانستان دولت يوه روا واکمني بللې ده،  نو د جناب خواجه آصف خبرې کيداى شي غيرمسوولانه خبرې وي .
د افغانستان د دولت په نظر د ټاپي پروژه نه يوازې د افغانستان د دولت او خلکو لپاره يوه ستره اقتصادي پروژه ده، بلکې د سيمې د خلکو لپاره يوه ستره اقتصادي پرژه ده چې کولاى شي د پاکستان او هندوستان په هېوادونوکې چې ګڼ ميشت هېوادونه دې د انرژۍ ستونزه هم کمه کړي.
افغانان د دغې پروژې د تامينولو لپاره ځان کمزوري نه احساسوي چې له نورو څخه مرسته وغواړي. سره له دې چې ددغې پروژې کار تراوسه پورې افغانستان ته نه دى رسيدلى، خو زموږ دولتي چارواکو د هغې د امنيت د تامينولو لپاره په خپلې  لومړنۍ طرحه کې د يوه اووه زره کسيز ځواک جوړول په پام کې نيولي دي او که چيرې  اړتيا پيدا شي دغه شمېر به زياتوالى ومومي .
مهمه خبر دا ده چې په افغانستان کې د ټاپي پروژه د بهرنيواستخباراتي سازمانونو له خنډونو سره مخامخه شي، ځکه د سيمې استخبارات هلې ځلې کوي چې هندوستان ته د انرژۍ د صادرولو مخه ونيسي.
داسې نه شي چې په افغانستان کې د دغې پروژې کار ګډوډ شي او دا د هغې د جوړولو د کار د مخنيوي لپاره پلمه شي.
دغه راز د سيمې استخباراتي سازمانونه د تروريستي ډلو په تمويلولو او سمبالولو  او  اقتصادي پروژو ته د دغې ډلې په متوجه کولو کې مهارت لري.
په اوس وخت کې په افغانستان کې د طالبانو او داعش جګړې  په هغو ځايونو کې متمرکزې دي چې په عمده توګه اقتصادي عوايد لري او هغه کانونه او ځنګلونه دي او دغه راز د طالبانو او داعش د جګړو ستره برخه لګښت دنشه يي توکو د قاچاقو او سوداګرۍ له کثيفو پيسو څخه تمويليږي.
داسې نه شي چې د طالبانو او داعش پښه دټاپي په لور هم وغځيږي؛ همدا اوس د دغو دوو ډلو فعاليت په هرات او فراه کې محسوس دى.
څرګنده خبره دا ده چې د سيمې هېوادونه د ټاپي د پروژې په شان سترې اقتصادي پروژې دخپلو خلکو د اقتصادي ودې او د سيمه ييزو  همکاريو د ودې لپاره  انګيزه وبولي اوپه هغې کې استخباراتي سياست او نظريو ته ځاى ورنه کړې چې سيمه له بيوزلۍ څخه د اقتصادي ودې په لورګام واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته