امنیت

دملي امنيت دسلاکار لومړي مرستيال دکندز ولايت له ژورناليستانو سره وکتل.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٩
دملي امنيت دسلاکار لومړي مرستيال محمد سليمان کاکړ پرون دکندز ولايت له يو شمير ژورناليستانو سره وکتل.
دملي امنيت دشورا دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې دکندز ولايت دامنيتي حالاتو په باب خبرې اترې وشوې او کاکړ څرګنده کړه دکندز ولايت له حالت څخه ستاسو دسترګو ليدلى حال مرسته کوى چې حکومت دهغه په وړاندې دامنيت د ټينګښت ، حکومتوالى او پرمختيا دښه والى لپاره تصميم ونيسي چې په هغه دخلکو او په تيره بيا دقلم او مطبوعاتو دخاوندانو او کارکوونکو سلامشورى شريکې وي.
دملي امنيت دسلاکار لومړي مرستيال وويل چې دملي امنيت دشورا دفتر او دافغانستان حکومت دکندز ښار د اوسيدونکو په خرابو حالاتو خبر دي او دهغوى د ژوندانه دښه والي لپاره به له هيڅ راز هلوځلو څخه ډ ډه ونه کړي.
دکندز ولايت خبريالانو ددغه ولايت دخلکو د ژوندانه دفضا دښه والي په لاره کې دتيارى د اعلامولو په ترڅ کې دکندز د اوسنيو حالاتو دستونزو او دخپلو دسترګو ليدلى حال دملي امنيت دسلاکار له لومړي مرستيال سره شريک کړل او دکندز د اوسيدونکو دخراب ژوندانه دسملاسي څيړنې غوښتنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته