ټولنه

د پوهاند دکتورمحمد حسین یمین مړی خاورو ته وسپارل شو

کابل /دسلواغې ۱۴مه باختر
د کابل پوهنتون استاد پوهاند دکتور محمد حسین یمین مړی پرون په پروان کې خاورو ته وسپارل شو.
د ارواښاد یمین د جنازې د لمانځه ادا کولو او خاورو ته د سپارلو په مراسمو کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو یو زیات شمېر پوهانو، دینی عالمانو، د پوهنتونونو او ښوونځیو استادانو، قومي مشرانو او فرهنګیانو ګډون کړی و.
د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي شمس الرحمن صدیقي وویل: په باور سره دکتوریمین د هېواد په کچه په علمي حوزه کې علمي او اغیزمن شخصیت و، هغه د کتابونو په تالیف او د خپلوعلمي او څیړنیزو مقالو په لیکلو سره د افغانستان علمي ټولنه یې بډایه کړې او د دغه هېواد ځوان نسل ته یې ارزښتناک خدمتونه کړي.
د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس زیاته کړه دکتور یمین د اخلاقو، انسانیت الګو نوموړی د هېواد مطرح ژبه پېژندونکی او د هغه علمي مقام د هېواد د فرهنګیانو، لیکوالانو او څېړونکو ترمنځ ډېر لوړ دی.
د کابل پوهنتون استاد دکتور فیض الله جلال وویل استاد یمین د افغانستان له مهمو کادرونو څخه و د هغه کارونه لکه دلمر په شان ټولو ته ښکاره دي.
فیض الله جلال، حسین یمین د افغانستان د علمي حوزې اغیزمن شخصیت وباله او د هېواد په علمي برخه کې یې د هغه د خدمتونو یادونه او قدرداني وکړه او یو شمېر آثار د بېلګې په توګه معرفي کړل.
دغه راز د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د ماسترۍ د برخې استاد او رییس پوهاند فضل الله فضل د پوهاند محمد حسین یمین ژوند لیک ولوست چې په یوه برخه کې ویل شوي دي: دکتور یمین په ۱۳۱۵ لمریزکال کې د پروان په مرکز چاریکارو ښار کې وزېږید، په ۱۳۲۲ لمریز کال کې د نعمان په لیسه کې شامل او په ۱۳۳۳ کال کې په اعلی درجه فارغ شو او له فراغت وروسته په ۱۳۳۴ کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو په پوهنځی کې شامل شو، په ۱۳۵۰کال کې د دغه پوهنتون په علمي کادرکې شامل شو.
فضل زیاته کړه اروښاد یمین د خپلې ماسترۍ او دکتورا سند د تاجکستان جمهوریت له دولتي پوهنتون څخه ترلاسه کړ.
د هغه د څرګندونو له مخې، پوهاند یمین ۴۹ کاله د لېسانس، ماستري او دکتورا تر کچې بېلابېل مضمونونه تدریس کړي او په پای کې د روان کال د سلواغې میاشتې په ۱۳نیټه د ۸۵ کلنۍ په عمر ومړ.
د یادونې وړ ده چې له دکتور یمین څخه۱۲ټوکه کتابونه پاتې دي او د هغه ۸۰ علمي او تحقیقي مقالې هم د کابل په خپرونو کې چاپ شوې دي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته