خبرونهورزش

په بغلان کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېب بال کرکټ سیالۍ د بابر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

کابل، د سلواغې ۲۸ مه، باختر

د بغلان ولایت په ډنډغوري ولسوالۍ کې د بدني روزنې او سپورټ آمریت په همغږۍ د کرېکټ پیل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې.

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمر قاري محمد امیر امیري وویل چې د ټېب بال فدراسيون د استازولۍ له لوري  د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې ۲۷ ورځې وړاندې د یاد ولایت ډنډ غوري ولسوالۍ د سرخ کوتل کلي په ورزشي لوبغالي کې پيل شوې وې د بابر کرکټ  لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

امیري زیاته کړه، چې د دغو سیالیو پای لوبه د وزیر آباد يونايټيت او بابر کرېکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د بابر کرېکټ لوبډلې په ټاکلو ۸ اورونو کې د ۳ لوبغاړو د لاسه ورکولو سره د۱۵۰ منډو هدف وټاکه په مقابل کې د دوزير آباد يونايټيټ لوبډلې د څلور۴ لوبغاړو دلاسه ورکولو سره یواځې ۸۳ منډې ترلاسه کړې او سیالي یې د ۶۸ منډو په توپیر بابر کرېکټ لوبډلې ته وبایلله.

د يادو سياليو موخه د ټېپ بال کرېکټ ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو لپاره یوه سالمه تفریح برابرول و چې د سیالۍ په پای کې د ټيپ بال فدراسيون او ورزش امریت له لورې لومړي او دویم مقام لوبډلو ته کپونه، او غوره لوبغاړو ته چمتو شوي مډالونه او نغدې جايزې ورکړل شوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته