امنیت

په فارياب کې دجنرال دوستم دپلويانو په کاروان دطالبانو مرګاني بريد.

کابل باختر دوري يوولسمه :
په فارياب  ولايت کې دجمهوري رياست دنوماند ډاکتر اشرف غني احمدزي دمرستيال جنرال دوستم دپلويانو په کاروان ديوې ډلې وسله والو طالبانو دبريد له امله درې تنه ووژل شول او څه ناڅه لس تنه نور ټپيان شول .
دغه پيښه نن له غرمې مخکې دلسو بجو په شاوخوا دقيصار ولسوالۍ ميمنې ښار په تګلوري کې  دتيمور کوپلک په نامه سيمه کې  هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دجنرال دوستم دپلويانو دسپرلۍ په نږدې ديرشو موټرونو بريد وکړ .
دفارياب ولايت دقيصار  ولسوال محمدجميل دباختراژانس خبريال ته وويل چې دطالبانو په دې پريد کې درې تنه ملکي وګړي ووژل شول
ده وويل دغه ملکي وګړي دميمنې ښار هغه ځاى ته چې ډاکتر اشرف غني احمدزي اوجنرال دوستم انتخاباتي غونډه جوړه کړې وه روان وچې دطالبانو له خوا پرې بريد وشو
دفارياب ولايت سيمه ئيز  مسوولين وسله وال طالبان ددغه مرکاني بريد مسوول بولي او وايي چې  دهغوى دپيژندنې اونيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته