سیاست

قانونپوه سروردانش: دولت په تيرو کلونوکې د درې ګونو قواوو په ګډون په وار وار د قانون واکمنۍ تر پښولاندې کړې ده

 کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ٨ :
د افغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست مرستيال قانونپوه سرور دانش  نن د اساسي قانون د لس کلنى په سيمينارکې چې دافغانستان دتحقيقاتو اوڅيړنې د واحد له خوا  جوړ شوى و؛ وينا وکړه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآ ژانس ته خبر ورکړ :
دجمهوري رياست دويم مرستيال  د يوې وينا په ترڅ کې وويل چې دولت په تيرو کلونو کې د درې ګونو قواوو په ګډون په وار وار د قانون واکمنۍ په تېره بيا د اساسي قانون او د درې ګونو قواوو د صلاحيتونو او دندو او د قواوو د تفکيک په برخه کې ترپښو لاندې کړې ده.
ده د افغانستان د اساسي قانون دتطبيق دچلنجونو دبيانولو په ترڅ کې څرګنده کړه: دقانون دتطبيق لپاره د قوي سياسي ارادې  نشتوالى ، آيديال پالنه،  د قانون جوړولو کمزورتيا او د اساسي قانون د تفسير او څارنې د ميکانيزم نشتوالى، د اساسي قانون د تطبيق  ډير مهم چلنجونه دي .
د جمهوررييس دويم مرستيال دخپلو خبرو په دوام  وويل: موږ نن ورځ داسې زيات موارد لروچې په خپله داساسي قانون په متن کې، دهېواد درې ګونې قواوې په تيره بيا ملي شورا مکلفه شوې ده چې داساسي قانون داجرايي کيدو لپاره دې بايد نور عادي قوانين وضع  او تصويب کړي؛ خو له بده مرغه دا کار لا تراوسه پورې هم نه دى شوى .
ده څرګنده کړه چې آن  د دولت داساسي تشکيلاتو او  دمرکزي او سيمه ييزو ادارو  دصلاحيتونو او دندو او د درې ګونو قواوو داړيکو او دمرکزي ادارې او د سيمه ييزو ادارو ترمنځ د اړيکو د تنظيم په شان په زياترو مهمو مواردو کې لا تراوسه پورې هم قانون نه دى تنظيم شوى او دغه حالت په خپله له اساسي قانون  څخه دسر غړونې  او د اساسي قانون  د تفسيرونو د پيدايښت  او د ناسمو دلايلو سبب کيږي .
د جمهوررييس دويم مرستيال دغه راز داساسي قانون دتعديل او د هغه د اړتيا  د مسئلې په باب خبرې وکړې او ويې ويل: ځينې هغه پوښتنې يا انتقادونه چې نن ورځ د اساسي قانون په باب طرحه  کيږي؛ له مسلکي او تخنيکي پلوه په خپله قانون پورې ارتباط نلري؛ بلکې دعمومي لرليد او د هغه د اصلي  پاليسو زيږنده دي چې د هېواد د راتلوونکي لپاره  ترسيم شوي وو. خوپه سمه توګه عمل نه کيږي.
ده زياته کړه:  له لسو کلونو وروسته اوس هم دهيواد سياسي نظام، اقتصادي نظام  او د هېواد د اداري تمرکز د څرنګوالي په باب پوښتنې طرحه دي چې دا ټول په هغو  عمومي سياستونو پورې اړه لري چې د هېواد د نظام لپاره د يوه کلي او اساسي لرليد په توګه  په پام کې نيول کيږي.
په دغه شان مواردوکې تل ملتونه کولاى شي د زمانې له غوښتنو او د ورځې د معيارونو او د خلکو د ژوندانه  له اړتياوو سره سم ، اساسي قانون  او نور قوانين  بدل او تعديل کړي .
د جمهور رييس مرستيال دغه راز وويل: زموږ اوسنى اساسي قانون دڅه دپاسه ٩٠کلونو په بهيرکې  د تيرو قوانينو په نسبت  ډير ښه اساسي قانون دى چې په هغه کې د موکراتيک بهيرونه په ښه توګه په پام کې نيول شوي دي او اووه ډوله  شوراګانو  او جرګو ته پکې ځاى ورکړ شوى دى چې ټولې يې د انتخاباتو له لارې رامنځته کيږي.
ده څرګنده کړه:  تر هغه وخته پورې چې الکترونيکي تذکرې چې دقانون دتطبيق يو ډير ښه تصديق دى؛ د دولت له خوا په هيوادوالو ونه ويشل شي؛  موږ به د هېواد د ټولو انتخاباتو په ترسره کولوکې له ستونزو سره لاس او ګريوان  و اوسو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته