کابل باخترد سلواغې ٢ نيټه :
د مهماتو او د چاوديدونکو توکو يوه ډيپو پرون د لوګر ولايت د ملي امنيت د منسوبينو له خوا کشف او ضبط شوه .
د لوګر ولايت د ملي امنيت يوه خبرځاى د باخترآژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې، د دغه ولايت امنيتي ځواکونو دکشفي رپوټونو پربنسټ د څرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې عمليات ترسره کړل چې په ترڅ کې يې د کلاشينکوف درې سوه ګولۍ ،د چوولو يوولس برقي کپسولونه ، ٢٥٠ متره ثانيه سوزونکى ، يو ځانمرګى واسکټ ، د اګه اس يوه ګولۍ ، نهه کيلوګرامه چاوديدونکي توکي او دوه موټرسايکلونه کشف اوضبط کړل. پاى ج ذ