فرهنګ

د فارس خبري آژانس دباختر له خبري آژانس سره مسلکي همکاري کوي

کابل باختر د لړم شپږمه :
دباختر دخبري آژانس رييس نن د ايران  د اسلامي جمهوريت دفارس دخبري آژانس  له رييس او ملګرى هيئت سره يې وکتل.
دباخترآژانس دخبر له مخې: په دې کتنه کې د باختر د خبري آژانس رييس خليل مينوي د باختر د خبري آژانس د فعاليتونو د څرنګوالى په باب معلومات ورکړل او ويې ويل: ((دباختر د خبري آژانس په ١٣١٨لمريزکال کې جوړ شوى او په افغانستان کې لومړنى، پخوانى او د اعتبار وړ آژانس دى چې د هيواد په ٣٤ولايتونوکې نمايندګي لري او څه ناڅه ١١٠ تنه خبريالان اوهمکاران لري چې هره ورځ څه ناڅه سل خبرونه، رپوټونه اومرکې توليدوي.))
دباختر دخبري آژانس رييس ددغه آژانس له يو لړمسلکي اړتياوو سره اړيکه ونيوله او هيله يې وکړه چې دولتي رسنۍ په تيره بيا د باختر دخبري آژانس خبريالانو ته د فارس دخبري آژانس له خوا روزنيزې زمينې برابرې شي.
  دغه راز د باختر دخبري آژانس دکورني خبرونو آمرې ماري نبرد آئين په دې کتنه کې  دباختر دخبري آژانس له يوشمېر اړتياوو سره اړيکه ونيوله او له مقابل لوري څخه يې وغوښتل چې دخبرونو او د عکس د آرشيفونو دبيا رغاونې په برخه کې د باختر له خبري آژانس سره مرسته وکړي .
دغه راز په دې کتنه کې دفارس دخبري آژانس رييس  سيد نظام الدين  مسوي په دې ترڅ کې چې ددغه خبري آژانس او دهغه دفعاليتونو د څرنګوالى په باب معلومات ورکړل، دافغانستان د دولتي رسنيو په تيره بيا دباختر د خبري آژانس د خبريالانو لپاره دخبريالى اومسلکي مسئلو او فنونو د روزنيزو دورو د جوړولو په  خاطر دخپل تيارۍ په ترڅ کې د باختر دخبري آژانس دخبرونو او عکسونو د ډيجيتل کولو ډاډ ورکړ او ويې ويل چې د تجربو او د اطلاعاتو د تبادلې او دمسلکي زده کړو د زمينو د برابرولو په برخوکې دباختر له خبري آژانس سره  دهمکارۍ د پراختيا غوښتوونکي يو .
ددغې کتنې په پاى کې پريکړه وشوه چې ددغو همکاريو دپراختيا په برخه کې په نږدې راتلوونکي کې د باختر دخبري آژانس او دفارس دخبري آژانس ترمنځ يو تفاهم ليک لاسليک شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته