امنیت

په هېواد کې د راى ورکولو بهير پيل شو

کابل /دتلې ٦مه /باختر
د هېواد په ګوټ ګوټ کې د راى ورکولو بهير پيل شو.
له ولايتونو څخه د باختر آژانس خبريالانو د خبرله مخې، راى ورکوونکو د سهار په اوو بجو د راى ورکولو بهير پيل کړ.
سلګونو زره خلکو د هېواد په ګوټ ګوټ کې د سهار په اوو بجو د راى ورکولو صندوقونو ته لاړل. خو په ځينو رپوټونوکې په يوشمېر ولايتونوکې د راى ورکولو د مرکزونو د نه پرانيستل کېدو خبره کېږي.
زموږخبريالانو خبر ورکړ چې د راى ورکولو په يوشمېر مرکزونوکې د خلکو له ګڼې ګونې سره سره د کمېسيون کارکوونکي د راى ورکوونکو منلو ته چمتو نه دي.
د انتخاباتوخپلواک کمېسيون وايي چې د راى ورکولو بهير به له غرمې وروسته تر درېيو بجو پورې دوام وکړي. خو که چېري کوم راى ورکوونکى ونه شي کړاى په دې موده کې رايه ورکړي؛ د راى ورکولو بهير به وغځول شي.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته