امنیت

شپږ تنه ډاراچوونکي په لغمان کې ووژل شول

کابل باختر د وري  دمياشتې  ٢٠ :
دلغمان ولايت په مربوطاتو کې  دامنيتي ځواکونوپه چاڼيزو عملياتو کې شپږ تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
امنيتي ځواکونو د الماس _  ٢ په نامه په هغوعملياتو کې  چې دلغمان ولايت  دمرکز په لويديځ کې   دخلکو دښه امنيت دتامينولو په مقصد ترسره کړل  په نتيجه کې يې شپږ تنه ډار اچوونکي ووژل شول  او ددغې ډلې پنځه تنه نور  ټپيان شول.
دغه راز بايد وويل شي چې دوسله والو ډارچوونکو يوه اندازه وسلې اومهمات هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
ديوبل خبرله مخې :   ددغو ځواکونو په شپنيو عملياتو کې د لغمان ولايت دمرکز مهترلام ښار ته څيرمه په  ٣٠- جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار واړول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته