ټولنه

په لوګر کې دټولنې په پرمختګ کې دځوانانو په رول ټينګار وشو .

کابل باختر دتلي اتمه :
په لوګر کې پرون په ټولنه کې دځوانانو دهمغږى او رول ترنامه لاندې پروګرام جوړ شو .
دباختراژانس دخبرله مخې،  په دغه پروګرام کې داطلاعاتو اوفرهنګ ، قومونو او قبايلو رييسانو او دولايتي شورا غړو او په لسګونو ځوانانو ګډون وکړ .
دلوګر داطلاعاتو اوفرهنګ رييس  محمد فيض  ( پوپل )  وويل  په ټولنه کې دځوانانو رول  ارزښتناک دى او زياته يې کړه که  دهېواد دځوانانو ترمنځ  وحدت اعتماد . باور او متقابل احترام شتون ولري او ځوانان خپلو مسووليتونو ته پام وکړي په ټولنه کې  نننۍ ستونزې لرې کېږي او له ځوانانو څخه يې  وغوښتل چې دښوونې او روزنې په زده کړه کې هڅه وکړي .
  پوپل زياته کړه  ديوه هېواد ترقۍ  او پرمختګ دځوانانو په ځواک پورې اړه لري  په هره اندازه چې په يوه ټولنه کې په زده کړې سمبال ځوانان شتون ولري  په هماغه اندازه په هغې ټولنه کې  دترقۍ او پرمختګ زمينه برابريږي .
  ختم_  سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته