سیاست

جمهوررئیس غني اړوندو مسوولینو ته د کوچیانو د ستونزو د اساسي حل لارښوونه وکړه

کابل/ باختر/ د غبرګولي دمياشتې ۱٩ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د پنجشنبې په ماښام له بېلابېلو ولایتونو څخه د کوچیانو له راغلو مشرانو او استازو سره یو ځای د ماښام لمونځ ادا او روژه ماتی وکړ.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په سلام خانه ماڼۍ کې د روژه ماتي په دې مېلمستیا کې چې د کابینې غړو او د خپلواکو ریاستونو مسوولینو هم حضور درلود، په پیل کې د کوچیانو چارو د سمون لوی رئیس دلاور فیضان کوچیانو ته د جمهور رئیس د پاملرنې مننه وکړه او همدارنګه یې په یاد ریاست کې د خپلو کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
نوموړي له دې امله د جمهور رئیس قدرداني وکړه چې د کوچیانو د حج د سهمیې د زیاتولو، د نمونه یي جوماتونو، ځایي کلینیکونو د جوړولو، د مېشتېدنې، د زده کړو، کانکور او تذکرو، د رای ورکوونکو دنوم لیکنې د ګرځنده ټیمونو، د مالدارۍ  د ستونزو د حل، په محلي حکومتوالۍ او ولسي تړون پروګرام کې کوچیانو ته د سهم ورکولو په اړه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې کړې.
ورپسې په زابل کې د کوچیانو د شورا رئیس حاجي حکیم د جمهور رئیس غني هڅې، لاسته راوړنې، د سولې برنامه او له افغان وسله والوطالبانو سره د اوربند اعلان وستایه، د حکومت ټولو ملي برنامو او د جمهور رئیس غني له هلو ځلو او لاسته راوړنو یې خپل ټینګ ملاتړ اعلان کړ.
نوموړي د کوچیانو د بېلابېلو ستونزو د شریکولو ترڅنګ وړاندیز وکړ چې په زندانونو کې د کوچیانو د بندیانو د دوسیو د څېړلو لپاره دې باصلاحیته پلاوی وټاکل شي. جمهور رئیس غني له یادو ویناوالو څخه له دې امله مننه وکړه چې د کوچیانو ستونزې یې په وضاحت ورسره شریکې کړې.
هغه زیاته کړه: د کوچیانو د دې او نورو ستونزو د حل په موخه یې نن د کوچیانو د عالي شورا په لومړنۍ غونډه کې اړوندو مسوولینو ته لارښوونې کړي.
جمهور رئیس وویل، نن ځانګړې ورځ ده، ځکه ټولو امنیتي او دفاعی ځواکونو ته مې لارښوونه کړې، چې د روژې مبارکې میاشتې له ۲۷ څخه د کوچني اختر تر پنځمې پورې له افغان وسله والو طالبانو سره اوربند وکړي، خو د داعش، القاعده او نورو بین المللي تروریستي ډلو پر ضد به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تهاجمي او تعرضي بریدونه ادامه ولري.
د هېواد جمهور رئیس وویل، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د افغان دیني عالمانو متفقې فتوا ته په درناوي او د افغانستان د خلکو او حکومت اساسي غوښتنې ته د رسېدو لپاره چې سوله ده، د اوربند اعلان کوي.
هغه زیاته کړه، ځینو به ویل چې په افغانستان کې د اوربند اعلان امکان نه لري او نه یې هم څوک اختیار لري، مګر د اوربند له اعلان سره مې ټولو ته عملاً وښوده چې اوربند هم ممکن دی او هم زموږ په اختیار کې دی.
جمهور رئیس د کوچیانو له مشرانو او استازو څخه وغوښتل چې د اوربند له اعلان وروسته افغان وسله وال طالبان د بین الافغاني مذاکراتو له لارې د سولې منلو ته وهڅوي.
هغه زیاته کړه، د هېواد په شمال کې یې له وچکالۍ او سېلاب ځپلو کورنیو سره له لیدنې وروسته اړوندو مسوولینو ته د اوښتو زیانونو د معلومولو او له هغوی سره د بیړنیو مرستو په موخه لارښوونې کړې دي.
محمد اشرف غني څرګنده کړه، د اساسي قانون مطابق د کوچیانو د مېشتېدنې او زده کړو په ګډون به د دوی ټولې ستونزې په اساسي توګه حل شي.
هغه زیاته کړه، څړځایونه باید په اساسي توګه مدیریت او د غصب مخه یې ونیول شي.#
پاى_ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته