ښوونه او روزنه

په پنجشيرکې د يوه اته ټولګيز ښوونځي ودانۍ ګټې اخستنې ته وسپارل شوه

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٦
د پنجشير ولايت په پريان ولسوالۍ کې د يوه لومړني ښوونځي ودانۍ نن ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.
د دغه ښوونځي ودانۍ چې د بي بي سميه په نامه ياديږي؛ د حاجي صالح د خيريه بنسټ له خوا د ٦٢ زرو امريکايي ډالرو په لګښت په يوه پوړکې جوړه شوې ده.
مخکې له دې هم د اوو نورو ښوونځيو ودانۍ د دغه بنسټ په مالي مرسته په دغه ولايت کې جوړې شوې دي.
د پنجشير ولايت د پوهنې رياست د پلان جوړولو مسوول غلام صديق د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه ودانۍ د نږدې يو جريب ځمکې په ساحه کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده .
ښاغلي صديق زياته کړه چې دغه ودانۍ څلور درسي او يوه اداري خونې، دوه تشنابونه او د انګړ ديوال لري.
د دغې ودانۍ د پرانستلو په مراسموکې د پنجشير ولايت سرپرست ملانا عبدالرحمن کبيري خبرې وکړې او د حاجي صالح له خيريه بنسټ څخه د خوښۍ د څرګندونو له په ترڅ کې د پنجشير په کچه د وګړنيو پروژو تطبيق  يوخيل وباله او له خلکو څخه يې وغوښتل چې له پوهنې سره دې همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته