نړۍ

د ملګروملتو د سازمان سرمنشي په افغانستان کې د ملي وحدت د حکومت د جوړولو غوښتنه وکړه

/   نيويارک نړيوالې خبري منابع   باختر دوږي دمياشتې ١٩ :
د  ملګروملتو د سازمان سرمنشي بان کي مون دافغانستان د جمهوري رياست دوه تنه کانديدان وهڅول چې د ملي وحدت د حکومت د جوړولو په  خاطـــر موافقې ته  ورسيږي.
دغه وړانديز له هغه وروسته کيږي چې عبدالله عبدالله يوځل بيا ځان د  افغانستان د جمهوري رياست د انتخاباتو ګټوونکى اعلام  کړ او  ويې ويل چې د  رايو دپلټنې نتيجې  چې د  نړيوالو څارونکوله خوا څارلې کيدې؛  ده ته د  منلو وړ نه دي .
د هغې موافقې له مخې چې د امريکا په منځګړيتوب رامنځته شوه؛ دواړو  کانديدانو موافقه وکړه چې د  ملګروملتو سازمان   د افغانستان دجمهوري رياست انتخاباتو د دويم پړاو  د ټولو اتو مليونو رايو  پر تفتيش څارنه کوي او  په پاى کې  بريالي کانديد له بايلونکي کانديد سره د ملي وحدت  حکومت  جوړوي.
د  ملګروملتو د سازمان دسرمنشي  په يوې اعلاميې کې چې پرون خپره شوه؛ له دواړوکانديدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي څخه غوښتنه شوې  ده چې  دخپلو  ژمنولــه مخې دې  چې دامريکا دبهرنيو چارو د  وزير  په  منځګـــــړيتوب يې کړې  ده؛ دملي وحدت دحکومت په  جوړولو  موافقه  وکړي .
په اعلاميه کې  دغه راز ويل شوي دي چې افغانستان  په يو حساس اوخطرناک پړاو کې دى او رښتينې  همکارۍ  ته اړتيا لــــري څو د هغو  ګواښونو  چې افغانستان ورسره مخامخ دى؛ مخه يې ونيول شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته