روغتیا

په فرنګ کې روغتون جوړېږي .

کابل باختر د ليندى لسمه :
دبغلان  ولايت دفرنګ په ولسوالۍ کې  نن ديوه روغتون دجوړولو کار پيل شو
دفرنګ  ولسوال عبدالولي  حميدي  دباختراژانس  خبريال ته وويل چې دغه روغتون دلسو بسترو په ظرفيت دعامې روغتيا دوزارت له پرمختيايي بودجې څخه د ١٦ مليونو افغانيو په لګښت په يوه جريبه ځمکه کې په دوه پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړېږي .
  دفرنګ ولسوال  ددغې ولسوالۍ اوسيدونکو ته يو نوي اقدام وباله اوويې ويل په دغې ولسوالۍ کې دناروغانو درملنې ته درسيدلو لپاره ډير اهميت لري .   ختم _ شکريه_ اکرم


 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته