سیاست

د وزیرانو شورا نوبتي غونډه د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ جوړه شوه

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢٩
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د وزیرانو شورا نوبتي غونډه نن په سپېدار ماڼۍ کې د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ او د غونډې د ټولو غړو په ګډون جوړه شوه.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
اجرائیه رئیس د غونډې په پیل کې د افغانستان د اسلامي دولت او د سولي د عالي شورا د پخواني مشر استاد برهان الدین رباني د شهادت پنځم تلین د را رسېدو له امله د شهید کورنۍ او د افغانستان خلکو ته د تسلیت مراتب وړاندي کړل.
ده وویل، چي استاد خپل ټول ژوند د افغانستان د ښېګڼي لپاره وقف کړی و او په پاى کې یې د سولي په لاره کې ژوند ته خاتمه ورکړه.
هغه زیاته کړه، چي استاد د سولي شهید و او هغو کسانو، چي پر استاد په برید کې شریک و، له افغانستان او دې خاوري سره خیانت او جنایت کړی دی.
ډاکټر عبدالله عبدالله وویل ،چي د افغانستان د خلکو له غوښتنو او زموږ له اړتیاوو سره سم د سولي پروسې لپاره د حکومت تعهد جدي او نه بدليدونکى دی او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب له ډلي سره هم خبري د همدې تعهد له مخي سوي دي.
اجرائیه رئیس یادونه وکړه، چي افغان حکومت له اسلامي حزب سره د سولي خبري په ښه نیت پيل او تعقیب کړي دي او د سولي شورا صلاحیت لري، چي له حزب اسلامي سره د سولي تړون لاسلیک کړي.
ده زیاته کړه، چي د سولي په هوکړه لیک کې ټول راغلي موارد د افغانستان د خلکو په ګټه دي او حکومت ژمن دی، چي دا هوکړه لیک په ټول توان سره تطبیق کړي.
هغه وویل، چي د ملي یووالي حکومت په تیرو ورځو کې د انتخاباتي اصلاحاتو په پروسه کې هم پرمختګونه کړي او له پیل شویو کارونو نهايي نتایج تر لاسه سوي دي.
ډاکټر عبدالله د وزیرانو شورا په ننۍ غونډه کې د هند جمهوریت ته د افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني سفر ته هم اشاره وکړه او له هند هیواده یې مننه وکړه، چي افغانستان کې یې د پرمختیايي چارو د چټکتیا لپاره یو میلیارد ډالر ځانګړي کړي دي.
اجرائیه رئیس په کابل کې د تیري ورځي د اور لګېدني له پېښې هم یادونه وکړه او اړندو حکومتي ادارو ته یې سپارښتنه وکړه، څو د خاصو تدبیرونو په نتیجه کې په راتلونکې کې له ورته پيښو مخنیوی او یا هم پر وخت باندي ورته رسیدګي وکړي.
ده همداراز وویل، چي د سپټمبر میاشتي ۳۱ مه د سولي د نړیوالي ورځي په توګه ټاکل سوې او دی هیله لري، چي ددې ورځي په ټاکني سره به د سولي لپاره هڅې زیاتې او افغانان به هم د یوه اوچت غږ په درلودلو سره د سولي له نعمت څخه ګټه واخلي.
د وزیرانو شورا ننۍ غونډې ته وروسته د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مسؤلینو د هیواد د امنیتي وضعیت او د ترورستانو پر ضد د افغان ملي امنیتي ځواکونو د عملیاتو په اړه معلومات وړاندي کړل.
امنیتي مسؤلینو وویل، چی د هیواد په سهیل، سهیل لویدیز، ختیځ او شمال لویدیز کې یې د وسله والو طالبانو او نورو ترورستي ډلو پر ضد محاربوي او چاڼیز عملیات پیل کړي او د ترهګرو پټنځي یې له منځه وړي دي.
هغوی زیاته کړه، چي د افغانستان هوايي قواوو په تیرو څو ورځو کې د وسله والو مخالفینو پر ضد ۲۵ هوايي حملې کړي، چي په نتیجه کې یې د هیواد په سطحه امنیتي حالت د تیرو اوونیو په مقایسه بهتر سوی دی.
وروسته وزیرانو شورا غونډې ته د امنیتي پيښو متضررینو او زیانمنو ته د رسیدګۍ نوی ترتیب سوی طرزالعمل وړاندي شو.
دغه طرز العمل په ۴ فصلونو او ۱۶ مادو کې ترتیب سوی، چي پکې د افغانو او بهرنیو مسؤلو او مرستندویه ادارو د صلاحیتونو او مسؤلیتونو د وضاحت ترڅنګ، د تمویلاتي منابعو، بهرنیو مرستو، د همږغۍ د زیاتوالي او مرستو د پر ځای او پر وخت ګټي اخستني مراحل او مسائل واضح سوي دي.
ددغه طرز العمل له مخي به د امنیتي پيښو څخه زیانمنوشويو کسانو سره د مرستي او همکارۍ پړاوونه چټک او په دې برخه کې به د حکومتي او غیر حکومتي ادارو کارونه همږغي او مؤثر سي.
په دې اړه تر هر اړخیزو بحثونو وروسته پرېکړه وسوه، چي دغه طرز العمل په پرنسیپ کې تائید دی او په دې برخه کې مسؤل او شریک وزارتونه دي خپل وړاندیزونه له اړوند ارګان سره شریک کړي، څو طرز العمل نهايي او تطبیق سي.
په دې غونډه کې همداراز په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو او صادراتي مالونو لپاره د بازار موندني پلان وړاندي سو.
په دغه پلان کې د کرنیزو محصولاتو او صادراتي کالیو پروسې ته د مخامخ خطرونو، د ضایعاتو د کمښت، د کیفیت ساتني او فعالیتونو په اړه بحث سوی دی.
په کور دننه پر دغو برخو پانګونه او له کور دباندي له نړیوالو صادراتو سره د سیالۍ لپاره د افغاني مالونو د صادراتو چمتو کول، د دغو توکیو لپاره د بازار موندني په هدف نندارتون جوړول، د زراعتي او صاداراتي برخو د اړوندو مسؤلینو او کارکوونکو د ظرفیت لوړونه او له افغانستان د باندي د هیواد د سیاسي نمایندګيو له طریقه کرهڼیزو محصولاتو او صادراتو ته بازار موندنه هغه فعالیتونه دي، چي په دې پلان کې د اساسي ټکو په توګه راغلي دي.
د یاد پلان په اړه تر بحثونو او نظریاتو وروسته پرېکړه وسوه، چي په دغه پلان کې د سوداګرۍ وزارت ترڅنګ د نورو اړوندو ادارو نظریات او وړاندیزونه هم ځای کړل سي او تر تغیراتو او اصلاحاتو وروسته بیرته د وزیرانو شورا ته د تائید لپاره راوړل سي.
د وزیرانو شورا په غونډه کې نن همداراز د اطلاعاتو فرهنګ وزارت لخوا د افغان فلم پر اوسني وضعیت، فعالیتونو او ستونزو او همداراز د هیواد د تاریخي ابدو پر اوسني حالت دوه جلا راپورونه وړاندي سول.
د افغان فلم رئیس وویل، له بده مرغه، چی افغان فلم په یوه مناسب وضعیت کې قرار نه لري او د یو لړ مالي او اداري ستونزو له خاطره نه دي توانېدلي، چي د فلم تولید ته څنګه چي ښايي پام او کار وکړي.
هغه زیاته کړه، چی د افغان فلم د اړوندو سینماګانو کنټرول له دې ادارې اخستل سوی او د یو تعداد نورو ادارو په واک کې ورکړل سوی، چي دې کار د سینماګانو پر وضعیت او فعالیت هم بدې اغېږې کړي دي.
ده یادونه وکړه، چي د هیواد په بيلابيلو ولایتونو کې د سینماګانو لپاره ځانګړي سوي تعمیرونه او ملکیتونه غضب سوي دي او دی هیله لري، چي په دې برخه کې به اقدامات وسي.
په دې اړه د راپور او ستونزو تر اورېدلو وروسته اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د افغان فلم ریاست او اطلاعاتو فرهنګ وزارت ته دنده وسپارله، څو خپلي ټولي ستونزي، حل لاري او وړاندیزونه په یوه راپور کې منظم او د وزیرانو شورا ته یې راوړي، څو له قوانیونو نیولې، تر مالیاتو او نورو اړوندو برخو پوري یې د امکاناتو په محدوده کې ستونزي حل سي.
غونډې ته همداراز د هیواد د تاریخي ابدو د ساتني او په دې اړه د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د فعالیتونو په اړه هم راپور وړاندي سو.
په راپور کې ویل سوي وو، چي یاد وزارت د تاریخي ابدو لپاره یو ځانګړی ډیټابیس ترتیب کړی، چي تر دې دمه پکې  ۱۴۴۹ د تاریخي قدامت درلودونکې ابدې ثبت او راجسټر سوي دي.
د اړوند وزارت منسوبینو وویل، چي د هیواد په سطحه د تاریخي ابدو د ثبت او راجسټر لړۍ اوس هم دوام لري او له پلان سره سم به ټولي ابدې په دې ډاټابیس کې ثبتیږي.
هغوی زیاته کړه، چي تر دې دمه یې له خپلي بودجې او د بهرنیو مرستندویه ادارو په همکاري ۲۵۱ ابدې د هغوی د تاریخي قدامت په نظر کې نیولو سره ترمیم کړي دي.
یادو مسؤلینو همداراز وویل، چي د تاریخي تاسیساتو د ښې ساتني او اساسي ترمیم لپاره یې ځوان انجینران د تاریخي ابدو د ساتني او ترمیم په برخه کې کار کوونکو ادارو ته معرفي کړي، څو مسلکې روزنه تر لاسه او عملي کارونه پیل کړي.
د تاریخي ابدو د ساتني او ترمیم د اړوندي برخي مسؤلینو د یو تعداد تدارکاتي، قانوني او نورو ستونزو یادونه وکړه او دا ستونزي یې د کارونو د ځنډ او پر وړاندې یې د خنډ لامل وګڼلې.
اجرائیه رئیس د یاد راپور تر اورېدلو وروسته د اطلاعاتو او کولتور وزارت مسؤلینو ته دنده وسپارله، چې د تدارکاتي ستونزو د حل لپاره خپل وړاندیزونه د تدارکاتو عالي کمېسون ته وړاندي کړي، څو هلته تر تائید وروسته عملي او د لازمو کارونو د انجام لړۍ چټکه سي.
د وزیرانو شورا د نن ورځي په غونډه کې همداراز د بروکسل کنفرانس لپاره پر امادګیو او د پاکستان سره د افغانستان د ټرانزیټ پر ستونزو او حل لارو باندي هم خبري وشوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته