کابل/ باختر/ د چنګاښ ١٧مه
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ادریس زمان د یونېسف له نوي استازي ډاکتر ابوبکر کامپو سره د پېژندګلوي کتنه وکړه .
د بهرنیوچارو وزارت د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
کامپو د افغانستان خلکو ته خپله ژمنه څرګنده کړه او د افغانستان د ملي پروګرامو د پرمختیا او د ماشومانو د ملاتړ لپاره د دغه سازمان د اهدافو او فعالیتونو د تطبیق ډاډ ورکړ.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین د فغانستان لپاره د ملګرو ملتو سازمان پروګرامونه او موخې مهمې وبللې او ویې وویل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت دولت د ملګرو ملتو سازمان د ټولو پروګرامونو په تېره بیا د د یونېسف د پروګرامونو ملاتړ کوي.
ختم/ع
0 د یوې دقیقې څخه لږ