نړۍ

دامريکا دبهرنيو چارووزير عربستان ته ورسيد .

رياض باختر دثور اوولسمه :
دامريکا دبهرنيو چارو وزير جان کري پرون  رياض ته ورسيد چې دسعودي عربستان له خوا په لنډ مهال ډول ديمن  دبمباريو  دلړۍ په بندولو  باندې ټينګار وکړي او په نښتو کې بند پاتې شويو کسانو ته دخوراکي او طبي موادو دليږلو امکان برابر شي .
درويترز دخبري اژانس دخبر له مخې، جان کري په افريقا کې  دجيبوتي ته له سفر  او عربستان ته له روانيدو مخکې په يوه خبري کنفرانس کې وويل امريکا په يمن کې دناوړو انساني شرايطو له امله په ژوره توګه انديښمنه ده  اوموږ له دې امله انديښمن يو . 
موږ به د بريدونو دبندولو دماهيت او دهغو داجرا کولو دڅرنګوالي په باب خبرې وکړو .
زه په دې متقاعد شوى  يم چې دبريدونو دبندولو لپاره غوښتنه او اراده شته .
جان کري  څرګنده کړه چې په روانه اوونۍ کې يې دايران دبهرنيو چارو له وزير محمد جواد  ظريف  سره خبرې کړي دي چې وکولاى شي انصار الله  يا ديمن حوثيان هم دنښتو په بندولو راضي کړي .
دعربستان په مشرۍ  ائتلاف دروان کال د وري دمياشتې شپږمه نيټه په يمن خپل هوايي بريدونه پيل کړل .
انصار الله دصنعا په ګډون دسيمې  دپراخو سيموکنترول ترلاسه کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته