سیاست

ګډه اعلاميه

کابل / د غويي ٢٣ مه / باختر
د کورنيو چارو وزارت او د ملي امنيت د لوى رياست ګډه مطبوعاتي اعلاميه
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي امنيت لوى رياست د سيمه ئيزو او نړيوالو  تروريستي ډلو د مشرانو د له منځه وړلو او نيولو لپاره د نوې او هر اړخيزې طرحې په دوام دا ځل د داعش تروريستي ډلې د جنوبي آسيا او د لرې ختيځ مشر په شيخ ابوعمر الخراساني مشهور ضيا الحق د پوليسو له ٢٢٢ ځانګړې قطعې سره په ګډو عملياتو کې نيولى دى.
دغه عمليات د داعش د څلورو جګپوړو مسوولينو د اعترافانونو پر بنسټ چې د ملي امنيت په جېل کې دي او د امنيتي ځواکونو د پرله پسې تخنيکي او استخباراتي هلوځلو په پايله کې ترسره شوي دي.
د يادونې وړ ده چې د پوليسو د ځانګړو قطعاتو د قوماندانۍ په تېره بيا د ٢٢٢ قطعې  د ځواکونو مېړانې او سرښندنې د قدر او ستاينې وړ دي.
د دغو عملياتو په پايله کې د آسيا د جنوب څانګې د داعش د عامه اړيکو مسوول  صهيب او د استخباراتو مسوول ابو علي هم نيول شوي دي.
د ملي امنيت لوى رياست د سيمه ييزو تروريستي ډلو پر جګپوړو مشرانو د بريد او د تروريستي شبکو د جرړو د ايستلو لپاره به خپلو پراخو او هدفمندو عملياتو ته دوام ورکړي.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته