خبرونهفرهنګTOP

د مبارکې روژې د رارسېدو په مناسبت، د قرآن کریم او کتاب نندارتون په کابل کې پرانیستل شو

کابل، د کب ۱۷مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بیهقي کتاب خپرولو ریاست له لوري، نن د مبارکې روژې د رارسېدو په مناسبت، د قرآن کریم او کتاب نندارتون «کابل سرینا» هوټل ته مخامخ د زرنګار پارک په محوطه کې پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بیهقي کتاب خپرولو رئیس عبدالعلیم ځانواک مفتي زاده، باختر آژانس ته وویل چې دغه نندارتون په دې موخه جوړ شوی، ترڅو د هېواد په ځوان نسل او قشر کې د مطالعې ځواک او لېوالتیا پیدا شي او ځوانان خپله تعلیمي او تحصیلي کچه لوړه کړي.
هغه د هېواد له ځوانانو څخه وغوښتل چې په خپلو ځانونو کې د مطالعې ځواک پیدا کړي؛ د ژوندانه ډېره برخه کتاب او مطالعې ته ځانګړې کړي؛ له ټولنیزو شبکو او رسنیو څخه دې سالمه استفاده وکړي او په علمي او تحصیلي ډکر کې، افغانستان له سیالانو سره سیال کړي.
هغه زیاته کړه چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په پام کې لري د هېواد د ناشرانو او کتاب پلورونکو لپاره یو جلا مارکېټ جوړ کړي؛ د کتابونو مالیه معافه او هغوی ته نورې آسانتیاوې برابرې شي.
همدا رنګه، د کابل ښار اوسېدونکي داوود، کتاب د انسان تر ټولو ښه ملګری وباله او له ځوانانو څخه یې وغوښتل چې مطالعه وکړي او ځان د هېواد او نړۍ له تاریخ څخه خبر کړي.
یو شمېر ناشرانو او کتاب پلورونکو هم، له اسلامي امارت په ځانګړې توګه له اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه د آسانتیاوو برابرولو او د دغه شان نندارتونونو د جوړولو په خاطر د مننې ترڅنګ؛ د هېواد په کچه یې د مطالعې د ترویج په موخه، د کتاب نندارتونونو د جوړولو غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې په روان مالي کال کې دا یوولسم نندارتون دی چې د بیهقي کتاب خپرولو ریاست له لوري جوړېږي. په دغه نندارتون کې په بېلابېلو عنوانونو سره، د شاوخوا ۱۵۰ ناشرانو زرګونه ټوکه دیني او عصري کتابونه او قرآن کریم نندارې ته وړاندې شوي او د پنځو ورځو لپاره به د لیدونکو پر مخ پرانیستی وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته