کابل/ باختر/ د چنګاښ د مياشتې ١٠
هغه سړى چې د کابل او ننګرهار په ولايتونو کې دلسګونو ډار اچوونکو بريدونو د عامل په توګه پيژندل کيده، دملي امنيت دځانګړو ځواکونوپه عملياتو کې ووژل شو .
په مهاجر مشهور د بهسودو ولسوالۍ دمقام خان په کلي کې د ده په کور بريد وشو او ووژل شو .
دملي امنيت خبرځايونه مولوي مهاجر د پايتخت په مقدسه اماکنو او عامه تاسيساتو ، د روژې په مبارکه مياشت کې د کرکټ په لوبغالي او دننګرهار ولايت په مستوفيت او دپوهنې په رياست د وروستيو څومياشتو ډار اچوونکو بريدونو د اصلي عامل په توګه يادوي .
دننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل چې مهاجر دملي امنيت دځانګړو ځواکونوپه عملياتو کې چې دده په کور ترسره شول، ووژل شو .
مولوي مهاجر د داعش دښاري شبکې مسوول او ددغې ډار اچوونکې ډلې د ماين جوړولو يو ماهر و .
ددغه ډار اچوونکي له کور څخه څو بمونه او ماينونه هم ترلاسه شوي دي .
ختم_ ج – اکرم
0 1 دقیقه لوستل