امنیت

امنيتي ځواکونو طالبانو ته د سر دروند زيان واړاوه

کابل باختر دلړم دمياشتې ٢٣ :
طالبانو د هلمند ولايت په مارجې ولسوالۍ کې د سر دروند زيان زغملى دى.
د هلمند ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال نبي جان ملاخيل د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو عملياتوکې چې له شلو ورځو راپه دې خوا د هلمند ولايت په ځينو سيموکې دوام لري؛ طالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى.
د خبرځاى د څرګندونوله مخې: په دغوعملياتوکې د ملي پوليسو، ملي اردو، ملي امنيت او د عامه نظم ځواکونو ګډون کړى دى چې تراوسه پورې دولتي ځواکونو ښه پرمختګ کړى دى .
له هلمند ولايت څخه په نويو را رسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې امنيتي ځواکونو دطالبانو٢٠ مړي له مارجې ولسوالۍ څخه امنيې قوماندانۍ ته ليږدولي دي.
  د ده د څرګندونو له مخې: اوس عمليات د مارجې ولسوالۍ د سيغان په سيمه کې دوام لري.
امنيتي ځواکونه په دې بريالي شوي دي هغه پل چې طالبانو په مارجې ولسوالۍ  کې دامنيتي ځواکونو د پرمختګ دمخنيوي په خاطر په دغې ولسوالۍ کې ويجاړ کړى و؛ بيا ترميم کړي او په پرمختګ بريالي شوي دي.
نبي جان ملاخيل چې په خپله په مارجي ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونو سره يوځاى د وسله والوطالبانو پرخلاف عملياتوکې ګډون لري؛ وايي: ددغو عملياتو په بهيرکې طالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى.
د امنيه قوماندان د څرګندونوله مخې: تر اوسه پورې امنيتي ځواکونو د شلو طالبانو مړي د لښکرګاه ښارته ليږدولي دي.
ده زياته کړه: امنيتي ځواکونه په لوړ مورال او له مرکزڅخه د کومکي ځواکونوپه مرسته خپل پرمختګ ته دوام ورکوي او هيله لرو چې په نږدې راتلوونکې کې   طالبان له مارجې ولسوالۍ څخه وشړل شي او د مارجې ولسوالۍ د بشپړنيولو  شاهدان و اوسو.
د هلمند امنيه قوماندان وويل: په دغو عملياتوکې د نادعلي، سنګين، موسى قلعه او د باباجي د ولسواليو ځينې سيمې د طالبانو له شتون څخه پاکې شوې او امنيتي ځواکونه د طالبانو د وروستيو ځالو په له منځه وړلو بوخت دي.
د امنيه قوماندان د څرګندونوله مخې: د دغو چاڼيزو عملياتو په بهيرکې امنيتي ځواکونه  د طالبانو د شپږو کلاشينکوفونو، درې پيکا، درې آر پي جي توغندي ويشتوونکي او د يوې اندازې مهماتو په ګډون د طالبانو د يوشمېرجنګي وسايلو  په ترلاسه کولو بريالي شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته