ټولنه

په غزني کې په ښوونکو ځمکه ويشل کيږي

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٦
په غزني ښارکې ښوونکو ته د استوګنې ښارګوټى جوړيږي.
ټاکل شوې ده په دغه ښارګوټي کې د ښوونځيو او د غزني د نورو تعليمي مرکزونو په درې زره ښوونکو د استوګنې نمرې په وړيا ډول وويشل شي.
په لومړى ګام کې په دغه ښارګوتى کې په زرو ښوونکو د استوګنې ځمکه ويشل کيږي.
ددغه ښارګوتي د بنسټ د ډبرې د ايښودلو په مراسموکې د غزني ولايت سرپرست موسى خان اکبرزاده وويل چې د ښوونځيو ښوونکو ته د غزني په ځينو ولسواليو کې هم د استوګنې ښارګوټې په پام کې نيول شوى دى .
دغه ښارګوټى د غزني ښار په شمال کې د کابل – قندهار لويې لارې ته څېرمه موقعيت لري.
د غزني ښاروالۍ يوه مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغې ادارې د ښارجوړولو او فوايد عامې د وزارتونو په مرسته د دغه ښارګوټى سړک، کاناليزسيون، بريښنا او نور ښاري خدمتونه په پام کې نيولي دي.
د ښوونکو دغه ښارګوټى د جمهور رييس احمدزي په لارښوونه ښوونکو ته برابريږي.
افغان مقامات وايي چې د دغې لارښوونې له مخې: ټاکل شوې ده د هيواد په زياتو ولسواليوکې ښوونکو ته د استوګنې ښارګوټى جوړشي.
په دغه ښارګوټى کې د کورونو جوړول، د ښوونکو په غاړه دي او ښاري خدمتونه يې دولت په غاړه اخستي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته