ټولنه

په بلخ کې څه د پاسه ٣٩ زره کورنيو سره مرسته کېږي

کابل / د زمري ١١ مه / باختر
بلخ کې په راتلوونکې اوونۍ کې څه دپاسه ٣٩ زره کورنيو سره خوراکي او مالي مرسته کېږي.
د اقتصاد وزارت نن باخترآژانس ته د يوې خبرپاڼې په لېږلوسره وويل؛ چې د خوړو نړيوال پروګرام په همغږي د بلخ په مرکز او ١٤ ولسواليو کې پر٣٩ زره ١٤٦ اړو کورنيو خوراکي توکي او نغدې پيسې ويشل کېږي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دا مرسته راتلوونکي اوونۍ پيلېږي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته