کابل باختر دغويي دمياشتې ٣٠ :
امنيتي ځواکونو هغه درې تنه يرغلګر چې دپکتياولايت په مرکز ګرديزښارکې يې په کابل بانک بريدکړى و و ،ووژل .
دپکتياولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مرستيال سردارولي تبسم باختر آژانس ته وويل ؛ هغه درې تنه ځانمرګي يرغلګر چې په ګرديز ښارکې دکابل بانک ودانۍ ته ننوتي وو،. دامنيتي ځواکونوله خوا ووژل شول.
دپکتياولايت د عامې روغتيا دروغتون رئيس ډاکتر شيرمحمد نقشبندي وايي ، تراوسه پورې پنځلس تنه ټپيان او دوه تنه شهيدان دغه روغتون ته ليږدول شوي دي
بايد وويل شي چې په شهيدانوکې يو پوليس او يوملکي وګړى شامل دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ