کابل /دزمري ١٨مه / باختر:
پوځيانو په هغو وسله والو طالبانو د بادغيس په بالامرغاب ولسوالۍ د بريد لپاره دغې ولسوالۍ ته نږدې راغلي و ، پرون مازيګر بريدوکړ.
له بادغيس څخه په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي، چې په دې بريد کې پنځه وسله وال طالبان ووژل شول او ١٢نورټپيان شول.
ويل کېږي په دې جګړه کې ملي دفاعي اوامنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي.
ختم _ ج_اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ