امنیت

د چاريکارو- پلخمري په لويه لاره کې د درېيو تنو د تښتونې مخنيوى

-کابل/باختر/ د زمري  ١٩مه
د چاريکارو- پلخمري په لويه لاره کې د درېيو تنو د تښتونې مخه ونيول شوه.
انسان تښتوونکو تېره شپه په دوو جلاجلا پېښوکې غوښتل درې تنه د چاريکارو – پلخمري په لويه لاره کې، د بنو او خنجان ولسواليو په مربوطاتوکې وتښتوي، خو په خپل وخت د پوليسو په اقدام سره بريالي نه شول.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند جاوېد بشارت باختر آژانس ته وويل چې امنيتي مامورينو د دغو ناکامو انسان تښتونو په اړوند درې تنه نيولي دي.
هغه وويل: نيول شويو کسانو په لومړنيو څېړنوکې  د چاريکارو – پلخمري په لويه لاره کې د غلا، انسان تښتونې او شوکمارى په څو مواردوکې اعتراف کړى دى.
ختم- عطاالله – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته