امنیت

دحقاني دشبکې يوه شپږکسيزه ډله ونيول شوه

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٢٨  :
دحقاني دتروريستي دشبکې يوه شپږکسيزه ډله  دملي امنيت  دمامورينو له خوا په پکتياولايت کې ونيول شوه.
دپکتيا ولايت دملي امنيت درياست يوه خبرځاى  دباخترآژانس خبريال ته وويل:  داسماعيل په سرګروپۍ دغه شپږ کسيزه ډله کله چې دپکتياولايت په مرکز ګرديز ښارکې په تروريستي فعاليتونوا ود ځانمرګو بريدونو په پلان جوړولو بوخته وه ونيول شوه.
دغو کسانو په لومړنيو تحقيقاتو کې اعتراف کړى دى چې دپکتياولايت په مرکز ګرديز ښار او ددغه ولايت په اړوندو ولسواليو کې په زياترو تروريستي بريدونو کې لاس درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته