اقتصاد

په قندهار کي د عوایدو د تنظيم او لوړولو اوونيز ورکشاپ پيل شو

-قندهار باختر د زمري د میاشتې ۱۵ مه
د قندهار د مستوفيت کارکوونکو ته د عوایدو د ښه مدیریت، د عوايدو د لوړولو او خلکو ته په دغه برخه کې د اسانتیاوو د را منځته کولو اوونيز ورکشاپ پيل شو.
د باختر اژانس د خبر له مخې په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه پرځای شوى و،د قندهار د والي مرستيال عبدالحنان منیب وویل چې، د دولت د جوړښت یو مهم اساسي برخه عواید تشکیلوي چې د عوایدو د ښه مدیریت ترڅنګ باید خلګو ته ښه خدمات هم وړاندې شي.
د ولایتونو د عوایدو د انکشاف رېیس انیس پناه وویل: له دغه ورکشاپ څخه مو هدف د فساد په وړاندې مبارزه، خلګو ته د ښو خدماتو وړاندې کول او د عوایدو په برخه کي د ستونزو حلول دي، ترڅو وکولای شو په ولایتونو کې د خلګو رضایت حاصل کړو. پای/رووفي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته