ښوونه او روزنه

دهرات ولايت دښوونځيو پنځه سوه تنه ښوونکي د لابراتوار ي تجربو دزده کړې له پروګرام څخه ګټه اخلي .

په دې روزنيزه دوره کې به چې يوه اوونۍ به دوام وکړي برخه وال  دساينس  او رياضياتو په څانګو کې لابراتواري تجربي زده کړي  دهرات ولايت دپوهنې رييس بصير احمد  آروين  طاهري  دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل چې ددغه ورکشاپ  دپيل په غونډه کې چې دساينس په مرکزي لابراتوار کې جوړه شوې وه  په نوي کال کې دتعليمي کيفيت  دکچي دښه والي په خاطر دپوهنې دکارکوونکو دهلوځلو  ډاډ ورکړ  .

 ده دغه راز له ښوونکو څخه وغوښتل  چې له دغه فرصت څخه په استفادې سره دورځې دعلم زده کړي او دخپل کاري ظرفيت  لوړولو ته جدي پاملرنه وکړي .

 دپوهنې ولايتي ويندوى  معين صبور وويل ددغې روزنيزې  دورې دلوست چارې دهرات ولايت دمجربو  استادانو له خوا پرمخ بيول کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته