اقتصاد

په پاکستانې کلدارو دراکړې ورکړې بندول .

کابل باختر د وږي  دويمه :
دزابل ولايت امنيه قوماندان تر خپل امر لاندې  ټولو کارکوونکو ته په جدي توګه  لارښوونه کړې ده  چې له دې وروسته په ښار کې وګرځي او ټول دوکانداران ، صرافان او پلورونکي تعقيب کړي چې په پاکستانۍ کلدارو معامله ونه کړي .
دزابل ولايت امنيه قوماندان جنرال ميرويس نوروزي  دباختراژانس خبريال ته وويل چې هر صراف ، پلورونکى او دوکاندار چې په پاکستاني کلدارو معامله وکړي پوليس يې  نيسي او عدلي اوقضايي  مراجعو ته يې سپاري دغه لارښوونه په داسې  حال   شوې ده چې په پاکستاني کلدارو معاملو دزابل ولايت  په بازار زيات اقتصادي  ګوزارونه کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته