کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٩
په جوزجان ولايت کې يوې ميرمنې دبيوزلې او تنګسيا له امله ځان وواژه.
دغه ميرمن چې اته ديرش کلنه وه او ميړه يې معيوب دى دخپلې خواښې د مړى دښخولودلګښتونو د نه درلودلو له امله يې په خپل کور کې ځان زندى کړ .
دجوزجان ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوي باختر آژانس ته وويل :
د آقچې ولسوالۍ دسفر قول دکلي اوسيدونکي ګلجان چې اته ماشومان ترې پاتې
دي ، داقتصادي ستونزې له امله يې په ځان وژنې لاس پورې کړ او خپل ژوند يې
پاى ته ورساوه.
په جوزجان ولايت کې دروان کال په بهير کې دا د ځان وژنې پنځه ويشتم مورد دى .
5 د یوې دقیقې څخه لږ