کابل باختر د ثور ٢٩
دوسله والو طالبانو په ډلې پورې اړوند اووه تنه ډار اچوونکي په نورستان ولايت کې له پوځيانوسره په نښته کې ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو نن سهار دنورستان ولايت په وانت وايګل ولسوالۍ کې هغه وخت بريد وشو چې غوښتل يې په پوځيانو يرغل وکړي .
دهېواد په ختيځ کې دپوليسو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې نښته کې٧تنه يرغلګر ووژل شول .اوپوځيانو ته دسرزيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې امنيتي مامورانو په نورستان ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيول .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې امنيتي مامورانو نن سهار د نورستان ولايت له ګن ميشتو لارو څخه پنځه ماينونه کشف او شنډ کړل
دوى وسله وال طالبان ددغو ناکامو ماين ښخوونو عامل بولي .
طالبان په افغانستان کې په ګن ميشتو لارو اوسيمو کې دماينونو اوبمونو په ښخولو لاس پورې کوي چې زياتره ملکي وګړي قرباني کيږي .
ختم_ سعيده _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل