روغتیا

درابعه بلخي له روغتون سره ديوې اندازې طبي وسايلو اوتجهيزات مرسته وشوه

کابل باختر دغويي دمياشتې  ٢٩ :
ايساف  پرون ديو لړمراسمو په ترڅ کې درابعه بلخي له روغتون سره ديوې اندازې طبي وسايلو او تجهيزاتو مرسته وکړه.
دعامې روغتيا وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
  په دغو مراسمو کې دعامې روغتيا وزارت دپلان اوپاليسۍ معين ډاکتراحمدجان نعيم ، دملي امنيت لوى رئيس محمدمعصوم ستانکزي ، په افغانستان کې دنړيوالو  ځواکونو لوى قوماندان  جنرال نيکلسن  اوپه افغانستان کې دامريکا دمتحده ايالاتو سفير ګډون کړى دى.
دعامې  روغتيا وزارت دپلان اوپاليسۍ معين ډاکتر احمدجان نعيم دايساف  ددغې مرستې له امله مننه او قدرداني وکړه او ويې ويل : (( ايساف ددې ترڅنګ  چې   په افغانستان کې دامنيت دټينګښت لپاره  زموږ له ځواکونو سره همکاري کوي ، بشر دوستانه مرستې هم کوي چې نن موږ په دغه  روغتون کې شاهدان يې يو.
درابعې بلخي روغتون دکابل ښار له روغتونونو څخه دى  چې د کابل په کچه زيات ولادي خدمتونه ترسره کوي او دې ته اړتيا ده چې دغه روغتون په طبي وسايلو ا وتجهيزات سمبال شي. ))
له بلې خوا په افغانستان کې دنړيوالو ځواکونو قوماندان  جنرال جان نيکلسن خبرې وکړې اوويې ويل  (( ډير خوښ يم هغه مرستې چې له دغه روغتون سره مو وکړې  نن له هغوڅخه داستفادې شاهدان يو، هغه خدمتونه چې په دې روغتون کې ترسره کيږي  دافغانستان راتلوونکي  او راتلوونکو نسلونو لپاره ډير ارزښتناک دي  اوموږ په روغتيايي برخو کې دخپلو همکاريو په دوام  ژمن يو او دوام به ورته ورکړو.  ))
په همدې حال کې دهېواد دملي امنيت لوى رئيس محمدمعصوم ستانکزي روغتيايي کارکوونکي د ژغورنې فرشتې وبللې او ټينګار يې وکړ چې په هېواد کې  روغتيايي کارکوونکي  په ډيرې کمې اجورې سره  دهېواد دخلکو دژوند دژغورنې  په لاره کې  زيات کار ترسره کوي.
په دغه روغتون کې په مرسته شويو وسايلو کې د اکسرې  ٢ دستګاوې ، دالتراسوند ٢ دستګاوې له توشکو او بالښتونو سره يې   ٢١٠ چپرکټونه او ديرش المارۍ شته.
درابعې بلخي روغتون دکابل ښار يو ډير ګڼ ميشت نسايي اوولادي روغتون بلل کيږي چې په يوه شپه او ورځ کې په منځى ډول کابو نهه سوه تنه ناروغان دغه روغتون ته مراجعه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته