سیاست

جمهوررئیس غني سعودي عربستان ته په دوه ورځني رسمي سفر روان شو

کابل باختر دغويي دمياشتې  ٣٠ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر  د دوه ورځني رسمي سفر په موخه د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ  د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته روان شو.
دجمهوررييس مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
جمهور رئیس به ددې سفر په بهير کې د اسلامي-عربي هېوادونو او امریکا د مشرانو په غونډه کې ګډون وکړي.
دغه راز به جمهوررئیس دسعودي عربستان پادشاه خادم الحرمین الشریفین اعلیحضرت ملک سلمان بن عبدالعزیز ،د دغه هېواد ولیعهد او د دغې  غونډې یو شمېر مشرانو سره هم کتنې او خبرې وکړي.
د هېواد جمهوررئیس سره په دې سفر کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي، په بنسټيز چارو کې د جمهوررئیس سترسلاکار ډاکټر محمدهمایون قیومي، په سیاسي چارو کې د جمهوررئیس ځانګړی استازی محمداکرم خپلواک او په عامه اړیکو او ستراتېژیکو ارتباطاتو کې د جمهوررئیس سترسلاکار شاه زمان میوندي، ملتیا کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته