امنیت

افغان کومانډو ځواکونو په روزګان کې عملیات ترسره کړل

کابل/دسلواغې۷مه/باختر
افغان کومانډو ځواکونو د رزوګان مرکز ترینکوټ ته څېرمه په خانقا سیمه کې عملیات ترسره کړي دي.
د کومانډو ځواکونو د مطبوعاتو مسوول عبدالغفار نورستاني باختر اژانس ته وویل چې کومانډو ځواکونو په خانقا سیمه کې عملیات کړي دي.
سرچینه زیاتوي په عملیاتو کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي،۸ ماینونه او ۲۵۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي هم کشف او له منځه وړل شوي دي.
ویل کېږي په عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته