ښوونه او روزنه

دکندز ولايت دښوونځيو زده کوونکي دنويو درسي کتابونو خاوندان شول

کابل  باختر  د ثور د مياشتې ١٤ :
څه دپاسه پنځه سوه زره ټوکه درسي کتابونه کندز ولايت ته رسيدلي او دويش بهير يې پيل شوى دى.
ددغو کتابونو په رسيدو سره  تر زياتې اندازې پورې دکندز ولايت  په ښوونځيو کې  ددرسي کتابونو او توکو دکمښت له پلوه انديښنې کمې شوې دي .
دکندز ولايت دپوهنې رئيس دباخترآژانس خبريال ته وويل :  پنځه سوه څلور څلويښت زره  دوه سوه پنځوس ټوکه کتابونه  په ١٣٩٤ کال کې په پښتو او دري ژبو  چاپ شوي او دوه ورځې مخکې کندز ولايت  ته ورسيدل او دښوونځيو په زده کوونکو دهغو دويش بهير پيل شوى دى.
دکندز ولايت دپوهنې يو زده کوونکې عمران وايي  له زياتې مودې ر ا په دې خوا   دکتابونو  دکمښت او نشتوالي  او زړښت په نسبت    له زياتو ستونزو سره مخامخ و  او ا وس   دنويو کتابونو په ويش سره  دغه ستونزې لرې شوې دي.
ده  له ټولو زده کوونکو څخه وغوښتل چې دخپلو درسي کتابونو په ساتنه کې زياته پاملرنه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته