ټولنه

په زابل کې د حکومت او رسنیو د همغږۍ غونډه جوړه شوه

کابل / د وري ۲۱ مه / باختر
د حکومت او رسنیو د همغږۍ غونډه د زابل ولایت د مقام د ټولنیزو چارو د مرستیالې مریم رحماني په مشرۍ او د یو شمېر نورو مسوولینو په ګډون جوړه شوه.
د ولایت مقام مرستیالې رحماني له خبریالانو څخه مننه وکړه چې دغه شان غونډې جوړې کړې او له ولایتي مسوولینو سره یې خپلې ستونزې شریکې کړې دي.
د ژورنالیستانو د ټولنې مشر نثاراحمد څپاند د دولتي ادارو له خوا له رسنیو سره د معلوماتو پر شریکولو ټینګار وکړ او هیله یې وکړه چې د اداري مجلس په نوبتي غونډه کې د دغې ستونزې یادونه وشي چې اړوند مسوولین له رسنیو سره پر وخت معلومات شریک کړي.
څپاند زیاته کړه چې د دې غونډې پرېکړو ته باید عملي بڼه ورکړل شي.
د غونډې په پای کې مریم رحماني له خبریالانو سره ژمنه وکړه چې یادې موضوعګانې په جدي ډول تعقیبوي او له اړوندو مسولینو څخه به وغواړي چې د خبریالانو ستونزو ته په پام کې نیولو سره، معلومات ورسره شریک کړي.
پای/ داوودزی

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته