اقتصاد

د مالیې وزارت او د پوهنې، کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو او کابل ښاروالۍ ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

کابل/ باختر/ د وري دمياشتې ٢٥ مه
د مالیې وزارت او د پوهنې، کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو او کابل ښاروالۍ تر منځ د مالیه ورکوونکو تشخیصې نمبر د امریت څانګو جوړولو هوکړه لیک نن په یو خبري کنفرانس کې د مالیې وزارت په خیبر هال کې لاسلیک شو.
د ماليې وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کنفرانس کې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین عبدالله رقیبي، د پوهنې، کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو معینانو او د کابل ښاروالۍ مرستیال ګډون کړې وو.
د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین عبدالله رقیبي وویل: "مالیې وزارت تل په دې هڅه کې دی چې پروسې ساده کړي او عامه خدمتونه په ښه ډول وړاندې کړي. د همدې لپاره د وزارتونو د کارکوونکو لپاره د مالیه ورکولو د تشخیصې نمبر اخیستلو په پروسې او د تشخیصې نمبر د ویش پروسې په چټکتیا کې د لا زیاتو اسانتیاو لپاره مالیې وزارت په یادو ادارو کې د تشخیصې نمبر د امریت څانګې د جوړیدو هوډ لري."
د پوهنې، کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو معینانو او د کابل ښاروالۍ مرستیال د مالیې وزارت دغه نوښت وستایه او د دې هوکړه لیکونو د اجرا ژمنه یې وکړه.
د مالیې وزارت د عوایدو لوى رئیسې امنې احمدي وویل:" له دې لارې موږ کولی شو چې د دولتي او خصوصي کارکوونکو له دقیقې احصائیې، د معاشونو مالیې وضع کېدو او د هر کارمند په حساب کې یې د کریدیت کولو او په شفاف او په خپل وخت سره د عوایدو راټولیدو څخه معلومات تر لاسه کړو."
اغلی احمدي زیاته کړه: "د تشخیصې نمبر او د مالیې ورکړه د کارکوونکو په کاري تجربه کې مرسته کوي او همداشان کله چې یو کارکوونکی وغواړي د خپلې مالیې ورکړې په اړه معلومات تر لاسه کړي کولی شي د مالیاتو ادارې ته ورشي د تشخیصې نمبر په اساس په کم وخت کې د مالیې ورکړې د راپور له سیستم څخه یې چاپ او تر لاسه کړي."
د یادونې وړ ده چې د دې هوکړه لیک له مخې کارکوونکو لپاره د ځانګړي دفتر ورکول، د کاري لوازمو ورکول، په مالیاتي سیستم کې د معلوماتو درجولو په موخه د کارکوونکو ګومارل، په سیګتاس سیستم کې د معاشونو راپور ورکول د یادو وزراتونو او د کابل ښاروالۍ مکلیفیت دی او د سوپروایزر په توګه د کارکوونکو ګومارل، د مالیاتي سیستم په برخه کې د کارکوونکو روزنه او مالیاتي سیستم ته لاسرسی او له دې سیستم څخه ګټه اخیستنه د مالیې وزارت له دندو څخه دي.
پاى – ف

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته